Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: د سولې په هکله رامنځته شوې اجماع په خپل ذات کې بې سارې ده

ولسمشر غني وايي چې هغه اجماع چې اوس د سولې په هکله رامنځته شوې، په هېڅ وخت کې موجوده نه وه.

هغه چې نن یکشنبې (د کب په ۱۹ مه) له غرمې مخکې د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې چې ارګ کې جوړه شوې وه د وینا پر مهال وویل چې افغانان باعزته سوله غواړي.

هغه یوځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان کې ټول لوري باید د سولې خبرو اترو بهیر کې ونډه ولري:«سوله ملي ده، قومي، ستمي او حزبي نه ده او سوله د ټولو افغانانو ده، او که‎چېرې د سولې له بهیره د افغانانو یوه برخه لیرې پاتې شي، هغه سوله به پایداره نه وي.»

ښاغلی غني په داسې د سولې په خبرو اترو کې د افغانانو پر شمولیت ټینګار کوي چې امریکا او طالبان د افغان حکومت په نشتون کې په خبرو اترو بوخت دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو چې د کب میاشتې په شپږه مه نېټه پیل شو، تراوسه دوام لري او د دواړو لورو استازي په دوحه کې د تړلو دروازو تر شا د سولې په اړه سلامشورې کوي.

له دې ټولو سره د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدلله هم په نننیو مراسمو کې وینا وکړه هغه وویل په هر ډول خبرو اترو کې باید د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د مېرمنو لاسته راوړنې په پام کې ونیول شي.

هغه مېرمنو ته ډاډ ورکړ چې په دې بهیر کې لاسته راوړنې به یې له پامه ونه غورځول شي.

په دغو مراسمو کې د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري هم وینا وکړه هغې څرګنده کړه چې د سولې په خبرو کې باید د ښځو استازې حضور ولري.

شریک یي کړئ