افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ګهیځ (سېشنبې د لړم په ۲ مه) نوي ډهلي ته ولاړ او د دغه سفر په لړ کې د هند له ولسمشر رام نات کوویند او د د غه هېوا د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره خبرې اترې او لیده کاته وکړل.
هغه لومړی له مېرمن سواراج سره د اقتصادي، ټرانزیټي اړیکو د پراختیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړې.
له هغې وروسته، هغه د هند له ولسمشر کوویند سره د دواړه هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
د یادونې ده چې ښاغلي د دغه هېواد له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره هم د دوه اړخیزو، سیمهییزو، امنیتي مسایلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه لیده کاته او خبرې اترې وکړې.
هند ته د هغه سفر په داسې حال کې تسره کېږي چې ټاکل شوې ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم له هنده لیدنه وکړه.
امریکا په خپله نوې تګلاره کې د افغانستان د بیارغونې او د سولې په بهیر کې د نوي ډهلي ونډه ډاګهییزه بللې ده.