په فاریاب کې ځايي چارواکي وايي چې د طالبانو د برید په پایله کې ۹ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي دي.
د فاریاب د المار ولسوال محمدصالح صالح طلوع نیوز ته وايي چې طالبانو تېره شپه، د دغې ولسوالۍ په «چغاتک» کلي کې د دولتي ځواکونو پر څو پوستو د برید په پایله کې د دولتي ځواکونو ۹ تنه ځواکونه وژلي دي.
د هغه په وینا، چې په دغه برید کې څو تنه نور امنیتي ځواکونه ټپيان شوي دي.
ښاغلی صالح وايي چې په دغې نښته کې طالبانو ته هم درنده مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر په واک کې نشته.
اخوا بیا د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي چې طالبانو تېره شپه پر دولتي ځواکونو برید وکړ چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې ۸ ساعته دوام وکړ.
هغه زیاتوي چې په دغې نښته کې ۱۱ تنه طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
هغه وویل چې په دغې نښته کې د طالبانو یو قومندان محمد امین هم وژل شوي دی.