په فاریاب ولایت کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ۱۲ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې پېښه په دولت آباد ولسوالۍ کې شوې ده.
سیمه ییز چارواکي زیاتوي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، یادو چارواکو د پېښې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
تراوسه په رسمي توګه تایید شوې نه ده چې دا هاوان د چا له خوا توغول شوی دی.
د پېښې مسوؤلیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.