فراه ولایت کې امنیتي چارواکي له طالبانو سره نښته کې د افغان ځواکونو او طالبانو ته اوښتې مرګ ژوبله تاییدوي.
د یاد ولایت د پولیسو یو چارواکی وايي نښته هغه مهال وشوه چې تېره ورځ (شنبې د لیندۍ په ۳مه نېټه) د پولیسو یو کاروان د طالبانو له کمین سره مخامخ شو.
په همدې حال کې د فراه ولایتي شورا غړی، دادالله قانع ادعا کوي چې تېره ورځ د پولیسو یو کاروان چې د یاد ولایت د جوین ولسوالۍ پر لور د دې ولسوالۍ د نوي امنیه قومندان د معرفي په موخه روان وو، د طالبانو له کمین سره مخامخ شو.
دی وايي په نښته کې ۲۰ پولیسو ژوند له لاسه ورکړی دی او د فراه امنیه قومندانۍ د مرستیال په ګډون څلور تنه ټپیان دي.
د فراه ولایت سیمهییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.