د هېواد په لویدیځ فراه ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې درې طالب وسلهوال وژل شوي دي.
د یاد ولایت سیمهيیز چارواکي وايي چې نښته نن(پنجشنبې د کب پر درېیمه) شوې چې په ترڅ کې یې دوه تنه نور وسلهوال ټپيان دي.
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، اقبال باهر وايي چې نښته سهار ۸:۳۰ هغه مهال پیل شوه چې طالبانو پر د ولایت ښار څخه پنځه کیلومتره واټن کې پر ۵۱۷ لویې لارې پوسته رامنځته کړه او افغان ځواکونو په سیمه کې د چاڼ پوځي عملیات ترسره کړل.
ده زیاته کړه:«په دې نښته کې درې تنه طالب وسلهوال ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول، افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.»
په همدې حال کې د طلوعنیوز خبریال، صمیم فرامز د سیمې اوسېدونکو له خولې وايي چې طالبانو د پولیسو جامې پر تن وې او پر لاره یې پوسته رامنځته کړې وه.
دی زیاتوي چې پوځي عملیات هغهمهال ترسره شول چې د فراه والي، بصیر سالنګي او د پولیسو قومندان، فضل احمد سیمې ته ولاړل او د طالبان په شا وتمبول شول.