Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قطرغونډه:د بهرنیو ځواکونو پر وتلو د دواړو لورو د لیدلوري نږدېوالی

په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو اترو څخه خبر لرونکې سرچینې وايي چې د دغه پړاو د تېرې ورځې په خبرو کې امریکايان او طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه لیدلوری نږدې شوی او دا خبرې اترې له بندون څخه بهر شوې دي.

خو له دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د ترهګریزو فعالیتونو د مخنيوي په اړه ضمانت، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې او اوربند یې له یو بل سره اړوند مسایل بللي او ټینګار یې کړی تر هغې چې د دغو ټولو مسایلو په اړه هوکړه ونه شي، هېڅ څيز به وروستۍ نه‎شي. 

که څه هم په دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د شپږم پړاو خبرو درې لومړۍ ورځې په کنایو سره پیل شوې، خو په کابل او دوحه کې د دغو خبرو په اړه ځینې سرچینې وايي له ملاعبدالغني برادر سره د زلمي خلیلزاد له کتنې وروسته په څلورمه ورځ د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اصلي لوري ته راګرځېدلې دي.چ

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د اولمپیک کمېټې رییس مولوي عبدالشکور مطمئن په دې اړه وویل:«د تېرې ورځې د خبرو اترو پایله انشاالله چې مثبته وه او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال‎وېش په اړه یې نظریات ډېر سره نږدې وو.»

همدارنګه بل پخوانی طالب چارواکی مولوي قیام الدین وایي د افغانانو ترمنځ د اوربند او خبرو د پيلېدو په اړه بحث د طالبانو د استازو د غوښتنو مخالف مسله ده او دا ډله له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش پر روښانه کېدو ټینګار کوي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د امر بالمعروف و نهی عن المنکر رییس مولوي قیام الدین څرګنده کړه:«د دغو خبرو اترو د بریا کلۍ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال‎وېش تعیینول دي او له هغې وروسته کېدای شي چې پر نورو موردونو بحث وکړي.»

د سولې عالي شورا هم وايي د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو شپږم پړاو په سم لوري روان دی.

د سولې د عالي شورا د ویاند مرستیال اسد الله زاهري په دې اړه وايي:«دم‎ګړۍ د سولې خبرو اترو مذاکرات په یوه ډېر ښه حالت کې دي او په مطلوبه بڼه په مخ ځي.»

د سولې د خبرو شپړم پړاو کې، په داسې حال کې چې طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش پر روښانه کېدو ټینګار کوي او غواړي له هغې وروسته د اوربند او د افغانانو ترمنځ خبرو په اړه بحث وکړي، خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي دا ټول مسایل سره تړلي دي او ترهغه چې د ټولو مسلو په هکله هوکړه ونه شي هېڅ څيز به وروستي نه وي. 

د سولې د خبرو شپړم پړاو کې، په داسې حال کې چې طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش پر روښانه کېدو ټینګار کوي او غواړي له هغې وروسته د اوربند او د افغانانو ترمنځ خبرو په اړه بحث وکړي.

شریک یي کړئ