د قطر دولت د یوه حکم په ترڅ کې سعید مبارک الخیارین الهاجري د افغانستان لپاره د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.
د قطر د امیر دفتر اعلان کړی چې ټاکل شوې الهاجري ډېر ژر په افغانستان کې د سفیر په توګه خپله دنده پیل کړي.
د یاد دفتر په اعلامیه کې راغلي چې دوشنبې خپره شوې ده د ښاغلی الهاجري د فوق العاده سفیر په توګه یاد شوی دی.
نوموړي مخکې له دې څو ځله په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو اترو کوربه توب هم کړی دی.
په همدې حال کې د راپورونو له مخې د قطر دولت د چین او مراکش لپاره هم نوي سفیران ټاکلي دي.