د ښځو د حقونو د برخې ځینو فعالانو چې شمېر یې څه باندې شلو تنو ته رسېږي او له افغانستانه بهر ژوند کوي، په د وروستیو کې له طالب استازو سره د لیدو په موخه دوحې ته تللي دي.
له هغو تصویرونو چې قطر ته د ښځو د حقونو د فعالینو د سفر په اړه په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي مالومېږي چې دوی په دوحه کې د طالبانو له کومو استازو سره کتلي دي.
رپوټونه رسوي چې د ښځو د حقونو د برخې دغو فعالانو کابو شپږ ساعته د محمدعباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره خبرې کړې دي.
د ښځو د حقونو د فعالینو د پلاوي غړې خاټول مومنده وايي:«موږ له معدودو څېرو څخه یوو چې سیاسي نهیوو، غیرسیاسي یوو او کنفرانس ته زموږ د راتګ موخه، له طالب مشرانو او همدارنګه افغان حکومت سره زموږ د افکارو شریکول دي.»
د ښځو د حقونو د فعالینو د پلاوي غړې سارا الکوزۍ هم وویل:«موږ (راغلي یوو) څو وکړای شو خپل غږ اوچت کړو او نورو خلکو ته ووایوو چې دلته زموږ د راتګ موخه د سولې راوستل دي او همدارنګه له یو بل سره کېښنو او ووایوو چې هر لوری څه غواړي.»
طالبانو هم دغه لیدونه تایید کړې او وايي چې د ښځو د حقونو د دغو فعالانو مشورې به د سولې د راتګ په هلکه به په پام کې ونیول شي.
بلخوا د سیاسي چارو ځينې شنوونکي دا لیدنې د سولې اصلي لیدنې نه بلکې غیر رسمي هغه بولي.
د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند څرګنده کړه:«دا لیدنې غیررسمي وې او یوازې د عامه افکارو د خبرتیا، د طالبانو او ملېمنو ترمنځ، د افغانانو ترمنځ خبرو په څېر شوې دي.»
د رپوټونو له مخې د ښځو د حقونو د فعالینو او طالب استازو ترمنځ دا ناسته له تمې زیات مثبتې پایلې لرلې دي.
لکه څنګه چې یو شمېر برخوالو ادعا کړې چې په دغه ناسته کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په شان مهمو مسلو په هکله هم خبرې شوې دي.