د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني چې چین ته سفر کړی نن (سېشنبې د مرغومې ۵ مه) په بیجینګ کې له خپلو پاکستاني او چیني سیالانو خواجه اصف او وانګيي سره د درې اړخیزې غونډې په ترڅ کې پر مهمو سیمهییزو مسایلو له هغې ډلې پر اقتصادي او امنیتي مسایلو سلامشوره وکړه. دا غونډه چې د چین په نوښت جوړه شوې، چې د هغه موخه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اوږدمهاله اختلافونو ته د سیاسي حل لارې پيدا کول بلل شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وايي، په دې غونډه کې د کابل ـــ اسلام اباد اړیکو پر ښه کېدو هوکړه کړې.
ښاغلي يي زیاته کړه:« افغانستان او پاکستان هوکړه وکړه چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې په خاوره کې يې داسې فعالیت وکړي چې د نورو د امنیت لپاره ګواښ وي دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د پراخو خبرو اترو له مخې به اختلافونه له منځه یوسي.»
د چین دغه ډيپلومات د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «عمل پروګرام» په سیمه کې د سولې لپاره یو پياوړی کار بولي.
نوموړی د افغان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ ترڅنګ له طالبانو غواړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي څرګندوي:« په دغې غونډه کې د ترلاسه شوې هوکړې پر بنسټ موږ له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې ګډې او پراخې مبارزې کوو او د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد به له هر ډول ټوپير پرته مبارزه او جګړه وکړو.»
په همدې حال کې د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني ویلي دي چې افغان حکومت ژمن دی ترڅو له چین سره همکاري وکړي، ځکه چې د هغه په وینا چین، افغان حکومت ته درناوی لري.
ښاغلي رباني زیاته کړه:«موږه هوکړه وکړه چې له ترهګرو سره په هر اړخیزه توګه مبارزه وکړو او دغه رازمو هوکړه وکړه چې د سیمې په هره برخه کې ترهګرو ته د پټنځایونو اجازه ور نه کړو او په همدې اړه د هغو چا په اړه چې وېرونکي کارونه کوي افغان پوځيان او ملکي وګړي په نښه کوي باید پر وړاندې يې اقدام وکړو.»
دغه راز، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په مشرۍ د سولې پر خبرو اترو ټینګار کوي او زیاتوي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان د خلکو لپاره ډېره مهمه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف څرګنده کړه:« له دې مخکې پاکستان د پولو امنیت ټینګښت د افغان کډوالو راستنېدل او د استخباراتي مالوماتو شریکولو سربېره د ترهګرو پرضد مبارزې باندې ټينګار کړی دی موږ د عمل پروګرام پلي کولو ته د افغانستان د ځواب په تمه یوو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ عملي کېږي.»
د دغې غونډې دویم پړاو به د راتلونکي کال په نیمايي کې کابل کې ترسره شي اوس به ولیدل شي چې د چین په منځګړیتوب سره به د کابل او اسلام اباد په ترینګلو اړیکو کې کوم مثبت بدلون راشي او کنه.