د امریکا د سنا جرګې رییس، میچ مکنیل یو ځل بیا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالډ ټرمپ نه غوښتي چې له افغانستان او سوریې نه دې پوځيان نه وباسي.
ښاغلی مکنیل تېره ورځ(سېشنبې د سلواغې په ۹مه نېټه) ویلي په افغانستان او سوریې کې ترهګرې ډلې د امریکا امنیت لپاره جدي ګواښ بلل کېږي او باید چې په یادو هېوادونو کې بهرني ځواکونه ووسي.
ښاغلي مکنیل زیاته کړې ده:«موږ د نړۍ پولیس نه یوو، خو په نړۍ کې د آزادۍ مدافعین یوو او باید چې د خپلو متحدانو سره ودریږو او د نړۍ نورو هېوادونو سره په همغږۍ له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډټرمپ له سوریې د خپلو ځواکونو د ویستو اعلان وکړ او همداراز یې وویل چې له افغانستان نه به هم نیمايي امریکايي سرتېري وباسي.
د امریکا د سنا مشر وايي چې د اسیا سویل لپاره په امنیتي لایحه کې هم باید چې بدلون راوستل شي او د هغې له مخې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدو وخت وټاکل شي تر څو القاعده، داعش او نورې ترهګرې ډلې ماته وخوري.
د ویلو ده چې د امریکا سنا به د آسیا سویل ختیځ لپاره د دې هېواد پر تګلارې هم بحث وکړي، خو دا نه ده څرګنده چې د هغې تعدیل ته به رایه ورکړل شي او که نه؟
د دې تګلارې د تعدیل لپاره د امریکا د پارلمان رایې او ولسمشر تائید ته اړتیا شته.
په همدې حال کې کله چې یوه میاشت مخکې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو ویستو اعلان وکړ، نو افغان حکومت وویل چې افغان ځواکونو له خپلې خاورې د دفاع ځواک لري.