د روسیې د بلومبرګ راپور له مخې، ورسیې ويلي دي چې امریکا متحده ایالاتونه له افغانستان څخه د دې هېواد ځواکونو وتلو په اړه باید له طالبانو سره د مخامخ نه خبرو کول پای ته ورسوي او یا هم اوږده کلونه خونړۍ او درنې جګړې ته دوام ورکړي.
افغانستان کې د روسیې ځانګړی، استازی ضمیر کابلووف وایي چې د افغانستان ۴۰ سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده او که امریکا له دې ډلې سره خبرې ونکړي نو په افغانستان کې به جګړې همداراز دوام ولري.
ضمیر کابلووف زیاتوي چې امریکا افغانستان کې پر هغه لار روانه ده چې پخواني شوروي د دې هېواد د یرغل پرمهال تجربه کړې وه.
دی وړاندې وايي:«موږ دا کار هغه مهال وکړ چې د پخواني شوروي ځواکونه هلته(افغانستان) کې وو، دا ډېر یو شان انځور دی.»
دی افغانستان کې د امریکايي سرتېرو زیاتوالي سره وايي چې پنځه زره او یا هم ۵۰ زره اضافي سرتېري به افغانستان کې حالات ښه نکړي.