ملي امنیت سلاکار او د سعودي عربستان د ولیعهد ترمنځ لیدنه کې پر مهمو موضوعاتو هوکړې وشوي
د افغانستان ملي امنیت شورا د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هېواد د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر سعودي عربستان ته تلي او د دې هېواد له چارواکو سر یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د ملي امنیت شورا ویاند، قادرشاه طلوعنیوز ته وویل چې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان آل سعود له ښاغلي اتمر سره په لیدنه کې د افغانستان د سولې له بهیره او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی. ده زیاته کړې ده:«په دې ځانګړي لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې، ولیعهد محمد بن سلمان د افغانستان د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ او زیاته یې کړه، چې سوله هدف ته د رسیدو له پاره مهمه ده او ټولې غاړې باید ترې ملاتړ وکړي.»
کابل سولي ته رسيدو لپاره نړیواله او سیمهييزه اجماع اړینه بولي او له همدې کبله ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ چې د «کابل پروسې» دوهمې ناسته کې چې ۲۳ هېوادونه به په کې ګډون کوي پر خبرې وشي.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست، شاهحسین مرتضوي په دې اړه وايي:«د کابل په ناسته کې دا پرېکړه هم شوې چې سوله د افغانستان په محور ترسره شي هغه هېوادونه چې لیواله دي موږ یې هرکلی کوو.»
په همدې حال کې د سولې عالي شورا وايي چې په تېرو څو میاشتو کې د سولې رسېدو په موخه رغنده ګامونه اخیستل شوي دي.
د سولې عالي شورا ویاند، احسان طاهري:«د سیمې او نړۍ هېوادونه وروسته له دې همکاري کوي او د سولې په بهیر کې تخنیکي همکاری ده او د افغانانو په مشرۍ، مخکې دا کار نه وه.»
د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان آل سعود د افغانستان د سولې بهیر له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې له دې بهیره ملاتړ وکړي.