Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اصلاح شوي بڼه: د سولې کاروان وایي ولسمشر ته مو د خلکو غږ ورساوه

د هلمند د سولې کاروان طالبانو ته د ورکړل شوي وخت په دویمه ورځ د کابل له یو شمېر اوسېدونکو سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.

د دغه کاروان مسوول اقبال خیبر وايي که څه هم دوی له ولسمشر سره پر چلند ګرم بلل شوي خو دوی د خلکو د زړه خبره ولسمشر ته رسولې ده او دوی د دغه غږ د اوریدو لپاره دوی ته د ولسمشر د ورتلو هرکلی کوي.

دی وایی: "سره له دې چې پر موږ نقد وشو چې تاسو بې ادبي  وکړه ، تاسو تیزې خبرې وکړې خو موږ وویل چې زموږ ولس څه ډول راته ویلې و، هغه ډول مو ورته وړاندې کړل."

د دې کاروان غړي وايي طالبان باید په خپله تصمیم ونیسي او له دولت سره سوله وکړي پرته له هغې به یې په تاریخ کې نوم د هغو کسانو په توګه ثبت شي چې اراده یې د بهرنیانو په واک کې ده. که‎چېرې طالبان د سولې غوښتنې ونه مني د هغو سفارتونو دروازو ته به ولاړ شي چې د دوی ملاتړ کوي.

اقبال خیبر په ډاګه کړه: «یو د امریکا سفارت دی، د روسیې سفارت دی، پاکستان او ایران او د ملګرو ملتونو سازمان دی. او وروسته بیا نور سفارتونه.»

بهلول چې د فارمسۍ په برخه کې یې زده کړه کړې له هملنده ترکابله د سولې کاروان د غړو د روغتیايي چارو مسوول وه.

د سوله غوښتوونکو د کاروان غړی بهلول وايي:«دلته یو ورور له موږ سره وه چې معده یې عملیات کړې وه او پلاسټیکي وه، ډېرو مایعاتو ته یې اړتیا درلوده چې ډېر پام مو پرې وه. یو بل ځوان وه چې د پښتورګي ستونزه یې لرله.»

رازمحمد چې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصل دی وايي کله یې چې باید د پوهنتون په ازموینو کې ګډون کړی وای د سولې له دغه کاروان سره یوځای شو.

د سوله غوښتونکو کاروان غړی راز محمد پوپل زیاته کړه:«کلي مو ولیدل چې له مرمیو او توغندیو سره ویجاړ شوي وو او هلته د لیک لوست، پراختیايي او اقتصادي پروژې لپاره اسانتیاوې نه وې، د جګړې په پایله کې هرڅه ویجاړ وو، چې دا ډېر د افسوس ځای دی موږ د دې ځایونو له لیدو سره خپل دردونه هېر کړل.»

دا کاروان له اتو کسانو سره له هلمنده کابل ته راروان شو او د لارې په اوږدو کې یو شمېر نور کسان هم ورسره یوځای شول او اوس یې شمېر ۱۳۰ تنو ته رسېدلی دی.

اصلاح: د دې رپوت په لومړني متن کې لیکل شوي و چې ولسمشر د کاروان پر غړو انتقاد کړی ، دا د کاروان د یوه غړي له خبرو ناسم برداشت و. طلوع نیوز د دې غیرې قصدي تیروتنې له کبله بخښنه غواړي.

د هلمند د سولې کاروان وایی ولسمشر ته یې د افغانستان د خلکو پيغام او ټولې هغه ناخوالې ورسولې چې پر لاره یې لیدلې وي.

شریک یي کړئ