Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له هېواده د سره پوځ د وتلو کلیزه؛ ولسمشر خلک یووالي ته رابولي

نن جمعه (د سلواغې ۲۶ مه ڼېټه) له افغانستانه د پخواني سره پوځ د وتلو له دېرشمې کلیزې سره برابره ده. افغان حکومت او ځينې هېوادوالو دغه ورځ په بېلابېلو مراسمو کې ولمانځله.

حکومت د دغې ورځې د لمانځنې مراسم په ارګ کې جوړکړ او په هغه کې ځينې دولتي چارواکو، سیاستوالو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

ولسمشر غني چې د مونیخ امنیتي غونډې لپاره المان ته تللی او په دغو مراسمو کې یې حضور نه درلود، د وېډیويي پیغام له لارې خپله وینا واوروله.

ښاغلي غني په خپل وېډیويي پیغام کې وویل چې افغانستان یوځل بیا په برخلیک ټاکونکي پړاو کې دی او افغانان باید خپل یووالی او اتحاد وساتي.

هغه څرګنده کړه:«موږ یوځل بیا د هېواد په یوه برخلیک ټاکوونکي پړاو کې یوو. موږ له یووالي او اتحاد او ملي ارادې سره کولای شوو جګړې او ناامنۍ ته د پای ټکی کېږدو او ریښتنې او تلپاتې سولې ته ورسېږو.» 

ښاغلي غني یو ځل بیا د سولې خبرو اترو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې متزلزله او مهالي سوله نه غواړو هغه زیاته کړه:«زموږ خلک سوله غواړي خو نه متزلزله، ماتېدونکې او څو ورځنۍ سوله؛ څو ورځنۍ سوله اقلیت محوره ده او د ټولنې ستر اکثریت یعنې ښځې، ځوانان او محرومې طبقې په پام کې نه نیسي.»

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دغو مراسمو کې په خپله وینا کې، له ترهګرۍ سره پر جدي مبارزې ټینګار وکړ.

هغه وویل:«د افغانستان جهاد له ترهګرۍ څخه پاک وو. له ترهګرۍ سره یې اړیکه نه لرله. نه مو ویل چې په سلګونه بې ګناه دې ووژل شي چې موږ یو روسي عسکر ووژنو. ترهګري محکومه او د ټولو دیني او انساني ارزښتونو په خلاف دی او په هر ځای کې چې وي باید وغندل شي. له بده مرغه موږ په خپل هېواد کې هم د ترهګرۍ شاهد وو او همدارنګه د ترهګرۍ د توجیه هم.»

له دې سره جوخت «د شهیدانو د اولادو ملي ټولنې» نن د ځانګړو مراسمو په لړ او د جګړو د ۲۵۰۰ قرباني کورنیو له حضور سره د لویې جرګې په تالار کې د سره پوځ د وتلو دېرشمه کلیزه ولمانځله.

دغې ټولنې له پرېکړه لیک سره وویل چې د جګړې د قربانیانو پاتې شوي غړي باید له طالبانو سره د سولې په بهیر کې ونډه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې حساس پړاو ته رسېدلي دي. طالبانو تراوسه د افغان حکومت له حضوره پرته څلور ځله له امریکا او افغان سیاستوالو سره لیدلي دي. ټاکل شوې چې طالبان تر راتلوونکو دوه ورځو د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وویني.

له افغانستانه د سره پوځ وتل

د ۱۹۸۹ زیږدیز کال د فبرورۍ په ۱۵ نېټه د پخواني شوروي ځواکونو وروستۍ کاروان له افغانستانه ووت او په هېواد کې د سره پوځ نهه کلن شتون پای ته ورسېد.

په افغانستان کې د شوروي جګړې له مالي پلوه پخوانی شوروي له ستونزو سره مخامخ کړ او په دغه جګړه کې ۱۵ زره شوروي ځواکونه ووژل شول، په دې جګړه کې یو مېلیون افغانان هم ووژل شول او په مېلیونونه نور کډوال شول.

له افغانستانه د شوروي ځواکونو وتلو په خلکو کې یو لړ هیلې رامځنته کړې خو کورنیو جګړو دا هیلې په ویر بدلې کړې.

د روسیې د نړیوالو چارو په شورا کې د افغانستان د څېړنو مرکز کارپوهه نیکیتا مېندکوویچ په دې اړه څرګندوي:«د افغانستان پوځ په هغه وخت کې بسندویه پوځي سرچینې لرلې ترڅو د اوږدې مودې لپاره د مجاهدینو په وړاندې وجنګېږي، کله چې پر هغوی تېل ودرول شول ستونزه رامنځته شوه، زموږ د کورنیو اختلافاتو له امله په ۱۹۹۱ کال کې له افغانستان سره راکړه ورکړه بنده شوه، د شوروي له دړې وړې کېدو وروسته روسیې د ترسره کولو لپاره ډېر څه لرل خو په ۱۹۹۲ کال کې ډېر ښارونه د مجاهدینو لخوا ونیول شول او په کابل کې عامه وژنه وشوه او هېواد عملاً سقوط وکړ.»

له کورنیو جګړو او په هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته امریکا او متحدینو یې د ترهګرو د ځپلو په موخه پر افغانستان برید وکړ، دغه پوځي حضور اتلس کاله دوام لري او داسې ښکاري چې دا جګړه له بندون سره مخامخ شوې او اوس امریکا غواړي له سیاسي لارې دا کړکېچ پای ته ورسوي.

له هېواده د سره پوځ دېرشمه کلیزه نن په ارګ کې د ځينې دولتي چارواکو، سیاستوالو او قومي مشرانو په ګډون سره ولمانځل شوه.

شریک یي کړئ