د کورنیو چارو وزارت ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی په کابل کې د وروستیو بریدونو په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خبرې اترو لپاره اسلام اباد ته ولاړل.
سرچینې وايي چې امنیتي چارواکي داسې سندونه له ځان سره لري چې ښيي دا بریدونه له پاکستان څخه پلان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي کهچېرې پاکستان په دې برخه کې کوم کار ونهکړي، افغان حکومت به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.
پر پلازمېنې له پيچلو بریدونو وروسته د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رییس پاکستان ته ولاړل، ځینې سرچینې وايي دغه دوه حکومتي چارواکي پاکستاني چارواکو ته داسې سندونه ښيي چې دا بریدونه له پاکستانه پلان شوي دي.
د کورینو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي په دې اړه څرګنده کړه:«د افغان حکومت په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت اقدامات، ټول هغه سندونه چې شتون لري دا د ملګرو ملتونو امنیت شورا او هغو هېوادونو ته چې په دې برخ کې دخیل دي له هغوی سره شریکېږي.»
له بلخوا یو شمېر پخواني پوځیان او کارپوهان وايي پاکستان ته د تلو پرځای یې باید دا سندونه د ملګروملتو امنیت شورا ته سپارلي وای.
د پوهنتون استاد محمد موسی فریور وویل:«د وروستیو ۱۷ کلونو تجربې ته په کتو سره دا سفرونه د دواړه هېوادونو د پوځي او سیاسي ډيپلوماټانو ترمنځ شوي دي خو کومې مطلوبې پایلې ته نه دي رسېدلي.»
ځینې شنوونکي د هغو داخلي کړیو په مالومولو هم ټینګار کوي چې له ترهګرو سره همکاري لري.
د سیاسي چارو شنوونکی فاروق بشر په ډاګه کوي:«بیا هم د پاکستان حکومت دا سندونه ردوي، خو زما په اند غوره لاره دا وه چې دا ناټو، د ملګرملتونو او د امریکې حکومت ته سپارل شوي وای.»
د ملي ګډون ګوند مشر نجیب الله کابلي په دې اړه وايي:«له ملي یووالي حکومته، کشفي او استخباراتي ارګانونو څخه جداً هیله کوو چې ژر تر ژره پاکستاني جاسوسان په کوته او د قانون منګولو ته وسپارل شي.»
په تېرو کابو دوو اوونیو کې په کابل او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ترهګر بریدونه وشول چې د کورنیو چارو وزارت د پخوانی ودانۍ په مخکې ځانمرګی برید تر ټولو خونړۍ پېښه وه.