Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ګومانډويي ځواکونو د سیاسي استفادې په اړه د اجرايي ریاست ګواښ

اجرايي ریاست له کومانډويي ځواکونو د سیاسي استفادې په غبرګون کې وايي چې له دغو ځواکونو باید سیاسي استفادې ونه شي.

د اجرايي ریاست مرستیال ویاند امید میثم که‎څه هم د کوم کس نوم نه اخلي، خو وايي چې له ګومانډويي او نورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سیاسي استفاده د دغو ځواکونو د ملي روحیې پر خلاف کړنه ده او د دغه کار پایلې خطرناکې بولي.

ښاغلي میثم زیاته کړه:«د سیاسي او شخصي ګټو په درشل کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو هر ډول استفاده کولای شي چې یوه ناوړه او خطرناکه پایله ولري او بلخوا دا د هېواد له نافذه قوانینو سره په ټکر کې دي.»

له دې مخکې د نظام الدین قیصاري پلویانو ویلي حکومت د کومانډو په کارولو قیصاري له خپلو کسانو سره نیولی او کابل ته یې راوستی دی.

له کومانډو ځواکونو سیاسي استفادې ډېرې اندېښنې راپارولې دي.

پخوانی پوځي محمد اګل مجاهد په دې اړه وايي:«که‎چېرې له کومانډويي ځواکونو په داسې دندو کې کار واخیستل شي، اصلي دنده یې چې له افغانستان او خلکو څخه یې دفاع او ساتنه ده لیرې پاتې کېږي.»

خو ملي دفاع وزارت له کومانډو سیاسي استفاده نه مني.

د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش څرګنده کړه:«له ګومانډو سیاسي استفاده نه بلکې په هغو انځورونو کې چې اخیستل شوي دي، ګومانډو اصلاً ګډون نه درلود.»

د جګړې په هر فصل کې کومانډو د جګړې اصلي برخه پرغاړه لري او د امنیتي ګواښونو په وړاندې د مبارزې لپاره یې سختې شپې ورځې تېرې کړې دي.

دغو ځواکونو د هېواد بېلابېلې برخې د پرځېدو له خطره ژغورلې خو د حکومت سیاسي مخالفین وایي حکومت دا ځواکونه د جګړې له ډګرونو راغواړي او د خپلو سیاسي مخالفینو پرخلاف ترې کار اخلي.

اجراییه ریاست د لومړي ځل لپاره د فاریاب د پیښو په اړه څرګندونې کوي او زیاتوي باید له کومانډو ځواکونو سیاسي استفاده ونه‎شي.

شریک یي کړئ