Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مدودیف:د داعش او طالبانو همکارۍ د افغانستان قضیه پېچلې کړې

د روسیې لومړی وزیر په افغانستان کې د طالبانو او داعش ډلې د همکارۍ لپاره هڅې د اندېښنې وکړ بولي.

دمیټري مدودیف، د روسیې په سوچي ښار کې د افغان حکومت له اجرايیه رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې وايي چې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ همکارۍ د رامنځته کېدو په حال کې دي.

هغه وویل:«لکه څرنګه مو چې وړاندوینه کوله، د داعش او طالبانو همکارۍ د افغانستان قضیه پېچلې کړې ده.»

له دې ټولو سره هغه ټینګار کوي چې مسکو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له کابل او واشګټن سره همکارۍ ته چمتو دی.

عبدالله عبدالله چې د شانګ های د همکاریو سازمان هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د کډون لپاره روسیې ته تللی، وايي چې باید د ترهګرۍ په وړاندې په ګډه مبارزه وشي.

عبدالله څرګنده کړه:«امنیتي ستونزې تراوسه هم د افغانستان یوه اصلي ننګونه او اندېښنه ده او موږ عملاً له ترهګرو سره په جګړه کې یوو. موږ د یوه ګډ دښمن په وړاندې جګړه کوو او طالبانو په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د حضور زمینه برابره کړې ده.»

د شانګ های د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو سرمشریزه غونډه، نن د روسیې په سوچي ښار کې ترسره شوه.

په همدې حال کې عبدالله عبدالله ګواښ کوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې ناغېړي سولې ته د رسېدو لپاره د سیمې د هېوادونو د هیلو د له‎منځه وړلو په مانا دي.

له دې ټولو سره د هند د بهرنیو چارو وزیرې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر کار کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو پر هڅې ټینګار وکړ.

د شانګ‎های د همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، تاجیکستان، ازبیکستان له خوا د څو اړخیزو ، امنیتي، اقتصادي او کلتوري همکاریو په منظور بنسټ کېښودل شو.

له دې وروسته ایران، مغولستان، پاکستان، هند، افغانستان او بلاروس د دغه سازمان د ناظرو غړو په توګه یوځای شول.

خو په دغې غونډه کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی، د شانګ‎های همکاریو په سازمان کې د دایمي غړيتوب غوښتونکی شو.

شریک یي کړئ