Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مزار ته ارګ پلاوي سفر؛ ټاکل شوې له نور سره ستونزې هوارې شي

د ملي امنیت عمومي رئيس، معصوم ستانکزی او د ولسمشر د دفتر رئیس، عبدالسلام رحیمي یک‎شنبې(  دکب۱۳مه) د ارګ او د بلخ ګوښه شوي والي عطامحمد نور ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ په موخه مزار شریف ښار ته ولاړ دي.

که څه هم د ارګ د پلاوي او د عطامحمدنور ترمنځ د خبرو جزئیات روښانه نه دي، خو د بلخ د ولایتي شورا رئیس، افضل حدید چې د نور له پلویانو ګڼل کېږي وايي چې نېږدې راتلونکې کې به ستونزې هوارې شي.

ښاغلي حدید زیاته کړه:«ښاغلی ستانکزی او رحیمي د والي لیدو ته بلخ ته راغلي، که څه چې د دې خبرو جزئیات له موږ سره نه دي شرېکې شوې، خو وایم چې د بلخ ستونزې هوارۍ لپاره د هېلې دروازه پرانیستې شوې ده.»

دی زیاتوي:«په پوره ډاډ سره ویلی شم چې نېږدې راتلونکې کې به بلخ والي او ارګ ستونزه هواره شي.»

له دې سره هم‎مهاله داسې راپورونه شته چې ښیې ارګ او نور داسې هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې بلخ لپاره بل والي وټاکل شي.

یو شمېر سرچینو طلوع نیوز ته ویلِ چي ښایې د ستونزې په اړه کابل کې خبرې اترې له سره پیل شي.

طلوع نیوز په دې اړه د عطامحمدنور د نظر په ترلاسه کولو بریالی نشو، له دې سره سره ښاغلي نور د یکشنبې په ورځ د عبدالعلي مزاري د تلین په مراسم کې وویل تر نیمې شپې له بیلابیلو کسانو سره خبرې کوي.

خو د جمعیت ګوند د ویاند مرستیال، ذبیح فطرت وايي چې له ارګ څخه کوم پلاوی بلخ ته نه دی تلی او له ستانکزي او رحیمي سره د نور خبرې ردوي.

په دې لړ کې د بلخ ولایت اوسیدونکي د دغو اختلافاتو له دوامه تر پزې راغلي او د خبرو له لارې یې پر اواري ټینګار کوي.

د بلخ اوسېدونکی، نصیر څرګندوي:«دارګ او بلخ ترمنځ ستونزې باید ژر ترژره هوارې شي.»

بلخ اوسېدونکې، عادله بیا وايي:«موږ که مخکې پر مختګ درلود اوس له زوړې سره مخامخ یوو.»

کابو درې میاشتې مخکې ولسمشر د عطامحمدنور استعفا منظور او پر ځای یې انجینرمحمدداوود د بلخ د والي په توګه معرفي کړ خو ښاغلي نور خپله استعفا نه ده منلې او د بلخ د والي په توګه دندې ته دوام ورکوي.

د راپورونو له مخې ارګ او د بلخ ګوښه شوی والي، عطامحمد نور دې هوکړې ته رسېدلي چې دې ولایت به د هغه په خوښه بل والي معرفي کوي

شریک یي کړئ