د هېواد د شمالي ولایتونو ځينو اوسېدونکو د مزار شریف کې د پاکستان د کونسلګرۍ د تړلو په اعتراض کې په لاریون لاس پورې کړي.
هغوی په مزار شریف کې د پاکستان د کونسلګرۍ په وړاندې له یوه ساعت څخه په کم وخت کې واټ د تګ راتګ پر مخ وتړه.
دغه ستونزه هغه مهال رامنځته شوه چې په مزارشریف کې د پاکستان د کونسلګرۍ د مسوولینو په وینا یوې مېرمنې غوښتل له لاسي بم سره کونسلګرۍ ته ننوځي چې له هغې وروسته کونسلګري وتړل شوه. اوس هغه یو شمېر کسان چې د وېزې غوښتونکي دي په مزارشریف کې د پاکستان د کونسلګرۍ په مخکې راټول شوي او د هغې د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي.
د بلخ اوسېدونکی خانمحمد په دې اړه وویل:«موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یوو؛ زه غواړم چې ویزه واخلم او د درملنې لپاره پاکستان ته ځم خو کونسلګري تړلې ده.»
د کندوز اوسېدونکی حمیدالله هم وايي:«زه غواړم چې ویزه واخلم او پاکستان ته ولاړ شم څو خپله درملنه وکړم، خو نن کونسلګري تړلې ده.»
اعتراض کوونکي په مزارشریف کې د پاکستان د کونسلګرۍ د ساتونکو لخوا د بډو اخیستو په اړه هم شکایت لري.
د بلخ اوسېدونکی نېکمحمد وايي:«زما مېرمن ناروغه ده هغه پاکستان ته بیایم، خو د کونسلګرۍ ساتونکي له ما څخه ۵۰۰ افغانۍ غوښتې څو کونسلګرۍ ته ننوځم.»
ډېری کسان چې د پاکستان د وېزې د اخیستو په لټه کې دي یا ناروغان دي او هم خپل ناروغان دغه هېواد ته ددرملنې لپاره لیږدوي.
د بلخ ولایت اوسېدونکی بهاوالدین غواړي خپله مېرمن چې د زړه ناروغي لري پاکستان ته یې بوځي خو له دوو ورځو راهیسې دغې کونسلګرۍ ته د وېزې لپاره ورځي.
په دې لړ کې د بلخ د والي ویاند په مزارشریف کې د پاکستان د کونسلګرۍ د بېرته پرانیستلو لپاره د هڅو خبره کوي.
د بلخ د والي ویاند احمدمنیر فرهاد څرګنده کړه:«زموږ هڅې روانې دي څو له ډيپلوماټیکو لارو رامنځته شوې ستونزې تر راتلوونکې اوونۍ حل کړو.»
له ډېرو هڅو سره سره په مزارشریف کې د پاکستان د کونسلګرۍ د مسوولینو د نظر په ترلاسه کولو بريالي نهشوو.
ویل کېږي د ورځې کابو ۵۰۰ تنه د ویزې د اخیستو لپاره دغې کونسلګرۍ ته ورځي.