Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مستغني:د نوازشریف ځای‎ناستی باید د ترهګرۍ پر ضد اقدام وکړي

یوه ور ورځ وروسته تر هغه چې نواز شریف د پاکستان د سترې محکمې بې واکه او بیا ده، له دندې استعفا وکه. د افغانستان حکومت، له پاکستان نه زړو غوښتنو باندې یې ټینګار کوي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان حکومت د پاکستان له راتلوونکي لومړي وزیر څخه تمه لري ترڅو د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د امن‎پټن‎ځایونو د له‎منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وویل:«هغه تمه چې له پاکستان څخه لرو، عبارت دي له ترهګرۍ سره د مبارزې ،د هغه هېواد په خاوره کې د ام پټن‎ځایونو او امن روزنیزځایونو، د ترهګرو ډلو تمویل او تجهیز په وړاندې صادقانه او عملي ګامونه دي.»

د نواز شریف د حکومت په څلورونو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزو زور اخیستی وه او پاکستان څو ځل، د تورخم او سپین بولدک دروازې وتړلې.

خو ایا د پاکستان د نوي لومړي وزیر سره به، د دغه هېواد بهرني سیاست کې به بدلون راشي.؟

د افغانستان نوين ملي جبهې رییس انوارالحق احدي په دې اړه څرګنده کړه:«د پاکستان په بهرني سیاست کې، په ځانګړې توګه د هند او افغانستان په وړاندې، د پاکستان د ملکي حکومت په پرتله د هغوی د پوځ ونډه ډېره ده. د دې سربېره، زه فکر کوم د نوازشریف مسلم لیګ ګوند په اوسني ډول حاکم پاتېږي.»

په همدې حال کې د دواړو  هېوادونو د اړیکو په برخه کې، د افغانستان پر حکومت هم نیوکه کېږي.

د ځینو سیاسیونو په باور، د افغانستان حکومت د بهرني سیاست مدیریت کې پاتې راغلی او پاکستان سره چلند کې یې ځينې فرصتونه له لاسه ورکړي.

د ولسي جرګې غړی او د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني په ډاګه کړه:«موږ ولیدل چې ډګر ته راغلل هېڅ یې ونه کړای شول، او پر دې هم نه کېږي چې موږ زمریان یوو ټوټې ټوټې به مو کړو. دا مو هم ولیدل چې موږ زمریا نه وو او برعکس موږ یې نور هم خراب کړو. له عقل څخه باید کار واخلو. خدای انسانانو ته عقل او ژبه ورکړئ، باید له هغې استفاده وکړو او لاړ شي په سمه توګه خبرې اترې وکړي.»

لا روښان نه ده چې د نواز شریف څخه وروسته به څوک د پاکستان لومړی وزیر شي، خو د پاکستان مسلیم لیګ ګوند د دغه هېواد په پارلمان کې زیاتې څوکۍ لري او ښایي د پاکستان راتلونکی لومړی وزیر به هم د همدې ګوند وي.

په افغانستان کې ځینې سیاسي څېرې په دې باور دي چې د اسلام اباد سیاستونو به د کابل په وړاندې بدل نه‎شي؛ځکه چې د پاکستان پوځ تراوسه هم د دغه هېواد بهرنی سیاست کنټرول وي.

شریک یي کړئ