د ملي دفاع وزارت نن(یک شنبې د زمري۲۱مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د هېواد بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۳۴ وسله وال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې یاد شمېر وسله والو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو ګډو پوځي عملیاتو کې وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپیان دي.
خبرپاڼه وايي:« تیرو۲۴ساعتونو کې۱۱ ګډ تعرضي او چاڼیز ،۸۶ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۰ضربې یې د جګړه مارانو او ترهګرو مرکزونو د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې عملیات کړي دي. د افغانستان هوایي ځواکونو ۷۸پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه تر سره کړي.»
دا عملیات په ننګرهار، لغمان، کنړ، غزني، پکتیا، خوست، میدان وردک، کندهار، ارزګان، فراه بادغیس، فاریاب کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.