Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګري ملتونه: افغانستان نړۍ کې د ماشومانو لپاره مرګونی هېواد دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستیال وايي چې افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو لپاره مرګونی هېواد دی.

توبي لینزر زیاتوي چې په تېر زیږدیز کال کې د نړۍ په کچه په افغانستان کې تر ټولو ډېر ماشومان وژل شوي دي.

ښاغلي لینزر دغه څرګندونې «د افغان ماشومانو په اړه ناسته کې» چې اروپايي ټولنه یې کوربه وه، وکړې.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو سازمان د ځانګړي استازي مرستیال توبي لینزر په دې اړه وايي:«په یقین سره ویلای شو چې افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد دی او په دغه هېواد کې په ۲۰۱۸ز کال کې د بل هر هېواد په پرتله زیات شمېر ماشومان د جګړو او تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي.»

بلخوا اروپايي ټولنه په افغانستان کې زده کړو ته د ماشومانو نه لاسرسی هم یوه مهمه اندېښنه بولي.

په افغانستان کې د ارپايي ټولنې سفیر پيير مایډون څرګنده کړه:«په افغانستان کې له ۲۰ مېلیونه ماشومانو درې اعشاریه اوه مېلیونه زده کړو ته لاسرسی نه لري او ۶۰ سلنه افغان نجونې ښوونځي ته نه ځي.»
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د افغان ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د بشري حقونو کمېسیون د ماشومانو د برخې کمېشنره راضیه صیاد په دې اړه زیاتوي:«په ۲۰۱۹ز کال کې موږ د ماشومانو د سختو کارونو په اړه یو زره او ۹۹۷ موردونه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې ثبت کړي دي چې دغه سخت کارونه تر ډېره د خښتو پخولو په بټیو، واټونو، کارخونو او درویځه ګرۍ کې کېږي.»

جګړه، ناامني او بې وزلي هغه نور لاملونه دي چې د ملګروملتو سازمان په باور ښوونځي ته د افغان ماشومانو د تلو او زده کړو مخه نیسي، دغه سازمان وايي تېر کال په افغانستان کې پر څه د پاسه ۵۳۰ ښوونځيو بریدونه شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستیال توبي لینزر وايي چې په تېر زیږدیز کال کې د نړۍ په کچه په افغانستان کې تر ټولو ډېر ماشومان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ