د هلمند ولایتي شورا چارواک هلمند ولایت موسیکلا ولسوالۍ ته د وسلهوالو طالبانو د مشر ملا هیبتالله راتګ د افغانستان حکومت لپاره خبرداری بولي.
دوی وايي چې د افغانستان حکومت موسیکلا ولسوالۍ ته د طالبانو مشر راتګ څرنګوالی روښانه کړي.
د هلمند ولایتي شورا رئیس، کریم اتل څرګندوي:«پاکستان او هغه طالبان چې په دې هېواد کې اوسیږي هڅه کوي چې د کوټې شورا دې ولسوالۍ ته راولیږدوي، خو تر اوسه هوکړه نه ده شوې.»
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار امنیه قوماندان، جنرال عبدالرازق وايي د طالبانو مشر مولوي هیبت الله د پاکستان څخه هلمند موسیکلا ولسوالۍ ته تللی او هلته يي خپلو وسلهوالو ته د هوايي عملیاتو په مقابل کي د جنګي تکتیکونو د بدلیدو او له داعش وسلهوالو سره د نه مخالفت امر کړی.
دی وړاندې وايي:«له نن څخه یولس ورځي ملا هیبت الله د هلمند ولایت د بهرام چي له لاري د هلمند موسی کلا ولسوالی ته د پاکستاني استخباراتو له لوري راغلی وو، او دلته يي د هوايي ځواکونو د بریدو په تړاوو د تکتیکونو د بدل په اړه خپلو جنګیالیو ته لارښووني کړي دي او هم يي د خپلو مهمو کسانو سره د داعش وسله والي ډلي سره د طالبانو تر منځ د جګړي نه کولو امر کړی ځکه ملا هیبت الله ویلي دي چي د داعش وسله والي ډلي او طالبانو موخي او اهداف یو شان دي.»
خو بل لور ته د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي دوی د بهرنیو ځواکونو د بشپړ هوايي ملاتړ څخه برخمن دي او که د هلمند په هره سیمه کي وسله وال طالبان ډلهییزي ناستي تر سره کړي دوی به يي د هوايي بریدونو پر مټ له منځه یوسي.
د هلمند امنیه قومندان، جنرال عبدالغفار صافی زیاتوي:«که طالبان هر ځای تجمع وکړي موږ به يي له منځه یوسو ، ځکه زموږ سره د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ مل دی ، او موږ په ډيرو نیژدیو ورځو کي د هلمند یو شمیر له لاسه وتلي سیمي تر خپل کنترول لاندي راولي.»
بل لوري د وسلهوالو طالبانو ویاند هم ویلي دي چې مشر یې هلمند کې له یو شمېر کسانو سره لیدلي دي.