Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مټيس: روسیې سوریه کې د کیمیاوي وسلو کاروَنې پای اقدام نه دی کړی

د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر، جیمس مټیس وايي، روسیې ژمنه کړې وه چې سوریه کې به کیمیاوي وسلې له منځه وړي، خو تر اوسه یې په دې تړاو عملي ګام نه دی پورته کړی.

د امریکا دفاع وزیر د قطر له امیر سره په لیدنه کې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړو په رابطه د روسیې د ژمنې پر نه عملي کیدو نیوکه کړې ده.

مټیس ویلي دي:« د پام وړ لومړۍ مسله دا ده چې  ولې تراوسه کیمیاوي وسلې کارول کېږي دا په داسې حال کې ده چې روسیې ژمنه کړې وه چې تولې کیمیاوي وسلې به له منځه وړي او زموږ له ملګرو سره به له ناټو نیولې تر قطره پورې کار کوي.»

جیمس ماتیس د قطر له امیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د د اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.

بل خوا د قطر امیر د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې له امریکا سره په همکارۍ ټینګار کوي.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني وايي:« موږ خوښ یو او د خپلو اړیکو پر پراختیا ویاړو. موږ یو بل ته د نږدې کېدو په حال کې یو او د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې به له یو بل سره په ګډه کار وکړو. موږ په قطر کې ستاسو د شاوخوا لس زرو ښځو او سړیو کوربه یو. موږ به د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې  په ګډه کار وکړو.»
 
د ختیځې غوطې په کوچني دوما ښار کې په کیمیاوي برید کې شاوخوا سل تنه وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې په دوما ښار کې  د کیمیاوي برید عامل روسیه او خپله د سوریې حکومت بولي.

بل خوا روسیې او د بشارالاسد حکومت په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د امریکا دفاع وزیر څرګندوي چې روسیې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړو په پار خپلې کړې ژمنې نه دي پلې کړي

شریک یي کړئ