د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي او د سولې احتمالي هوکړې په درشل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رییس نادر نادري وايي چې د سولې هوکړه به د ټاکنو له ترسراوي مخکې رامنځته نه شي.
ښاغلي نادري چې موده مخکې دوحه کې د افغانانو ترمنځ غونډه کې ګډون کړی و، نن (جمعه د زمري په ۱۸مه) د افغانستان د سټراټیژیکو اړیکو انسټېټیوټ په یوې غونډه کې وویل چې اصلي هوکړه به هغه مهال رامنځته شي چې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ريیس نادر نادري په دې اړه زیاته کړه:«کله چې مذاکره پيلېږي، یوزاې د جمهوریت او اسلامي امارت بحث به ډېر وخت ونیسي... ژر تر ژره سوله او هوکړه شونې نه ده.»
ښاغلی نادري همدارنګه وايي، لویه جرګه واک لري چې د هېواد د نظام د بدلون په اړه پرېکړه وکړي. هغه زیاته کړه، سولې ته د رسېدو لپاره باید قرباني ورکړل شي او له یو شمېر غوښتنو په شا شو.
په ورته وخت کې د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي د لنډمهالي حکومت د راتلو په اړه خبرې کوي.
د سولې عالي شورا مرستیاله حبیه سرابي څرګندوي:«د لنډمهالي حکومت اوازې څه دي؟ هماغه اسلامي امارت دی... د یوه دیکټاټوري نظام په لور ځو.»
خو د ملي یووالي حکومت مشرانو او همدا ډول مخکني ولسمشر حامد کرزي د جګړې د پای لپاره د لنډمهالي حکومت راتګ رد کړی دی.