د ناټو سرمنشي ینس سټولټبنرګ نن چهارشنبې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې دغه تړون په افغانستان کې د ثبات دوام ته ژمن دی او له ۲۰۲۰ زیږدیز کال څخه وروسته د دغه هېواد د دولتي ځواکونو د تمویل او تجهیز دوام د جمعې په ورځ د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې څېړل کېږي.
ښاغلي سټولټنبرګ همدارنګه ټینګار وکړ چې طالبان د جګړې پر ځای د یوې سیاسي مصالحې له لارې ډېر څه ترلاسه کولای شي.
هغه همدارنګه زیاتوي چې په افغانستان کې د درې زره روزونکو پر شمېر د دغه تړون نور روزونکي زیاتېږي.
هغه په دې اړه وویل:«موږ همدارنګه له ۲۰۲۰ زیږدیز کال وروسته د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه د جمعې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې بحث کوو افغان ځواکونه عملي سیال نه لري او دمګړۍ د سیاسي حل لارې د شرایط رامنځته کېدو په حال کې دي.»
ینس سټولټنبرګ همدارنګه له افغان حکومته وغوښتل ترڅو له فساد سره مبارزه وکړي او ټاکنې په رڼې توګه ترسره کړي.
هغه زیاته کړه:«موږ له افغانستانه تمه لرو ترڅو اصلاحات رامنځته کړي، له فساد سره مبارزه وکړي او په خپلو کړنو کې روڼتیا رامنځته کړي او البته ټاکنې هم ترسره کړي.»
د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو کلنی لګښت کابو ۴ مېلیارده ډالره دی او په دې اړه د ناټو غړو هېوادونو ژمنه په ۲۰۲۰ کال کې پای ته رسېږي.
د ۲۹ هېوادونو د دفاع وزیران او همدارنګه د دغه تړون کابو ۱۰ همکار هېوادونه او د افغانستان ملي دفاع وزیر د جمعې په ورځ د افغانستان اوضاع څېړي.