د کابل د علماو شورا رییس، مولوي عبدالبصیر حقاني شنبې(د لیندۍ په ۳مه نېټه) وروسته له غرمې کابو دوه بجې د ناپېژانده وسلهوالو لخوا ترور شو.
طلوع نیوز ته سرچینې وايي پر ښاغلي حقاني د کابل اوومې ناحیې په چهلستون سیمه کې ډزې شوې دي.
په همدې حال کې د کابل امنیه قومندانۍ د رسنیو مسوؤل، بصیر مجاهد، مسوول د دې خبر له تایید سره وايي چې پولیسو د پېښې په تړاو یو تن نیولی دی.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
د کابل د علماو شورا رییس په داسې حال کې ترور کېږي چې تېره اوونۍ په کابل کې دعلماو پر ناستې برید وشو. د دې برید په پایله کې ۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۸۰ تنه نور ټپیان شول.