Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نبیل د حکومت له مشرانو غواړي چې له خپلو دندو استعفا وکړي

د ملي امنیت پخواني رییس د ملي یووالي حکومت مشرانو ته په یوه پرانیستي لیک کې چې یوه کاپي یې طلوع نیوز ته رسېدلې له ولسمشر اشرف غني او اجرايي رییس عبدالله عبدالله څخه غوښتي چې له خپلو مقامونو ګوښه شي.

دا لیک نن سې‎شنبې (د غوايي په ۱۸مه) د حکومت مشرانو ته رسېدلی چې په کې ویل شوي دواړو مشرانو ملي بهیرونه او امنیتي-دفاعي بنسټونه قومي کړي دي.

نبیل د حکومت له مشرانو غوښتنه کړې چې له وخته وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنو ته زمینه برابره کړي او واک نوي منتخب ولسمشر ته په سوله‎ییز ډول پرېږدي.

د حکومت مشرانو ته د رحمت الله نبیل د لیک په یوه برخه کې راغلي:« دواړه مشران دې پر ځورېدلي اولس رحم وکړي او په رسمي توګه له افغانانو د بخښنې په غوښتلو خپله استعفا اعلان کړي.»

په دغه لیک کې همدارنګه راغلي دي:« د هېواد په لویو ښارونو له هغې ډلې پلازمېني کې د ترهګرو بریدونو پراختیا ټول سره او شنه امنیتي کمربندونه مات او ان ارګ او سپيدار ماڼۍ امنې نه دي، باید ومنل شي چې د دغو ټولو ناخوالو او ستونزو مسوول له تاسو عالي جنابانو پرته بل څوک نه دي.

تاسو عالي جنابان دومره د خپلو اصلي دندو پرخلاف د خپلې بقا لپاره د هېواد د وروڼو قومونو ترمنځ د تفرقې په رامنځته کولو کې ډوب یاست چې خلک مو په بشپړه توګه هېر کړي او دوی ته هېڅ پاملرنه نه کوئ.»

ښاغلی نبیل د دې لیک په بله برخه کې د حکومت د مشرانو لخوا د جګړې د مدیریت پر څرنګوالي نیوکې کړې دي.

هغه لیکلي:« ایا پوهېږئ چې په یوه کال کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په شمېر کې یوولس سلنه کمښت په څه مانا دی او په اصطلاح اعلی سرقومنداني لپاره څه پيغام لري؟ بې له شکه روښانه پيغام یې دا دی چې ستاسو ټولې امنیتي او دفاعي طرحې او سیاستونه ناکاره او ناکام دي.»

ښاغلی نبیل په دې لیک کې د خلکو د ژوندانه وضعیت پر خرابېدو هم نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو د ناکارندوالي په پایله کې څه باندې ۵۴ سلنه وګړي د بې وزلې تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د دې لیک په پای کې د حکومت د مشرانو د استعفا ګټې په ګوته شوې چې له هغې ډلې به دا کار د قومي تعصباتو پر ځای د یو بل د منلو لامل شي.

شریک یي کړئ