د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې ریاست چارواکو او قومي مخورو د مخدره توکو پر نه کښت ژمنې وکړې.
د دې ریاست رییس محمد ادریس ساپی وايي، وړاندې تر دې د کوکنارو له کروندګرو سره جدي چلند نه کېده، خو دا ځل يې د هر جریب پر سر یو کال بند سزا ورته ټاکلې ده.
هغه وویل: «ژمنې دا دي چې د مخدره موادو کښت جرم دی، که چا په یو جریب ځمکه کې کوکنار وکرل، یو کال به بندي کېږي،»
ساپي زیاته کړه هغه کسان چې د دولت په نظامي یا ملکي برخو کې دندې لري، که ورته اقدام وکړي نو عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي کېږي.
په ورته وخت کې د دې ولایت د کلیو او پراختیا ریاست چارواکي وايي دوی په هغو سیمو کې چې د مخدره توکو د کښت اندازه لوړه وه، د بدیلو پروژو د تطبیق ژمنه کوي.
د دې ریاست رییس مجیب الرحمن ضیاء وايي، چې په څوارلسو ولسوالیو کې يې بېلابېلې پروژې په پام کې نیولې دي.
ضیاء زیاته کړه: «په شپږو مختلفو برنامو کې پروژې تطبیقوو، چې زیربنا، پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې به وي.»
د کوټ ولسوالۍ یو تن قومي مخور سید الرحمن مومند وايي دی به پخپله سیمه کې چاته د کوکنارو د کښت اجازه ورنه کړي، خو په وینا يې دولت باید سره له اوسه له بزرګانو سره مرستې وکړي.
مومند زیاتوي: «اوس د کښت وخت دی، د دې پر ځای چې خلک کوکنار وکري، نو دولت باید مخکې له مخکې بزګرانو ته سرې او تخمونه ورسوي.»
د دې ولایت د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې ریاست د معلوماتو پر بنسټ تېر کال شاوخوا اتلس زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوې وه، چې دا خورا لوړه کچه ده.