په ننگرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او نهه نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي چې، دا پيښه تېره ورځ (د وري۳۱مه) هغه وخت په هسکې مینې ولسوالۍ کې وشوه چې، یو مسافر وړونکی موټر واټ ته څېرمه له یوه ځای پر ځای شوي ماین سره برابر شو.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وایي چې د پېښې قربانیانو کې ماشومان هم شته.
نوموړی د یو شمېر ټپيانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ بولي.
د دې پېښې مسوؤلیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
خو ویل کېږي چې د سرک غاړې ماینونه تر ډېره د حکومت مخالفې وسلهوالې ډلې د افغان ځواکونو موټرو نښه کولو په موخه ځای پر ځای کوي، او تر ډېره یې ملکي کسان قربانیږي.