Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړیوال بانک له افغانستان سره ۴۰۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه

د مالیې وزارت چارواکي وايي نړیوال بانک له افغانستان سره ۴۰۳ میلیونه ډالر مرسته کړې، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به مصرف شي.

د ماليې وزارت سرپرست وزیر وايي دغه مرسته به د پوهنې، لوړو زده کړو او د کلیوالو ښځو په پياوړتیا کې ولګول شي. 

همایون قیومي وايي له دې مرستې به د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې تر ۷۵ میلیونه ډالر ډېر لګښت وکړي. 

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییس شبهام چودري وايي، افغان ماشومان لازمو زده کړو ته لاس‌رسی نه لري او د هېواد نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري. 

هغه وویل: «فکر کوم د فقر د کمولو لپاره بله هیڅ ډول مرسته نشته، یوازې دا چې پر ځوان نسل پانګونه وشي، چې فقر کم شي، او دا دقیقاً درې موارد دي چې نن يې موږ دلته نمانځو.»

د ماليې سرپرست وزیر وايي: «رښتیا هم دغه ۴۰۳ میلیونه ډالر د افغانستان د بشري ځواک په تېره بیا مېرمنو په برخه کې نېک عمل دی.»

د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي وايي، اوس په هېواد کې شاوخوا درې میلیونه او ۷۰۰زره ماشومان له ښوونځيو محروم دي. 

هغه وویل: «په ټولیز ډول به اوه اعشاریه درې میلیونه ماشومان د لوست له دې پروګرامه، چې ۲۹۸ میلیونه ډالره برخمن شي.»

شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر به د کلیوالو ښځو په پیاوړتیا او شاوخوا پنځه میلیونه ډالر به په پوهنیزو چارو کې ولګول شي. 

د لوړ زده کړو وزارت وزیر نجیب الله خواجه‌عمري وايي:«دا مرستې به د لوړو زده کړو وزارت له لارې د نړیوال بانک په وسیله د سلو تنو د ماسټرۍ او پنځوس تنو د دوکتورا اخیستو لپاره مصرف شي.»

افغان چارواکي باوري دي، که یادې مرستې په یادو برخو کې سمې مصرف شي، نو د فقر په کمولو کې به یو ګام اخیستل شوی وي.
 
شریک یي کړئ