Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نیکلسون:عربي امارات افغانستان ته د داعش مبارزې لپاره ځواکو رالیږي

د پرېکنده ملاتړ ماموریت قوماندان، جنرال جان نیکلسون وایي متحده عربي امارات غواړي چې خپل ځانګړي ځواکونه افغانستان ته د داعش پر وړاندې جګړې لپاره واستوي.

ښاغلی نیکلسون داعش ډله خطرناکه بولي او ټینګار کوی چې دا ډله افغانستان کې ځای نلري.

جنرال جان نیکلسون دوشنبې( د زمري ۱) کابل کې د امریکا قومندانۍ مرکز کې په یوې خبرې ناسته کې دا موضوع مطرح کړه.

جنرال جوزف چې په لنډ وخت کې کابل ته راغلی دی، دهغه څه په رابطه چې ادعا کیږي له اعراق او سوریې څخه افغاستان ته د داعش راتلو په تړاو داسې څرګندونې لري.«له عراق او سوریې څخه د داعش راتګ ښايي ممکن وي موږ په افغانستان کې د داعش ډلې د پراختیا او د هغوی ځای پرځای کیدو شاهد وو.»

په داسې حال کې چې د هېواد په شاوخوا ۱۳ ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو جګړې دوام لري د امریکا د پوځي قوماندانۍ قوماندان د طالبانو سره د سولې خبرو سربیره له جګړې خبرې کوي.

جنرال نیکلسون وړاندې وايي:«هغه څه چې په ریښتیا هم ورته اړتیا لرو په افغانستان کې د تاوتریخولو مخنیوي کې د پاکستان ژمنې دي او په هغه کچه چې کولای شي له دې بهیر سره مرسته وکړي او طالبان هم وهڅوي څو د طلوط به فرصته ګټه واخلي.»

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان کابل ته د سفر په ترڅ کې ویلي چې افغانستان د سولې پروسې د پرمختګ لپاره باید پاکستان ډېر کار وکړي. «په پاکستان کې د وسله والو پټن ځایونو سربیره د افغانستان په لودیځ کې د طالبانو پټن ځایونه او له شمال څخه د هغوی ملاتړ زموږ د انديښنو لامل دی.»

دغه امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان په سویل کې طالبان پوځي اډې لري او له شمال څخه يې ملاتړ کیږي خو له کوم هېواد روښانه نوم نه اخلي. دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنه شوې وه.

جنرال جان نیکلسون کابل کې د امریکا قومندانۍ مرکز کې په یوې خبرې ناسته کې همداراز وویل چې  اوس یې وخت دی تر څو پاکستان د سولې په بهیر کې خپل رول ولوبوي

شریک یي کړئ