د هېواد په لوېدیځ هرات کې ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملي پوځ ۱۴ سرتېري د طالبانو په یوه برید کې وژل شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې طالبانو د ملي پوځ پر یوې اډې له برید وروسته ۲۰ تنه نور سرتېري له ځان سره بیولي دي.
هغه وویل چې د ملي پوځ دغه اډه د طالبانو له خوا نسکوره شوې ده.
ښاغلی فرهاد وايي، طالبانو د دغې اډې وسلې او مهمات چې هاموې ټانګونه، درنې او سپکې وسلې په کې شاملېږي له ځان سره وړي دي.
ملي دفاع وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.