Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د یوې ښځينه ښاروالي کار او ستونزې

سوسن بهبود زاده، د پنځو میاشتو راهیسې د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ د ښاروالې په توګه خپل کار پیل کړی دی او په دې اداره کې له خپله کاره خوشاله ده.

هغه وايي ډېرې هڅې یې وکړې څو سنتي ټولنې، عالمانو او قومي مشرانو ته قناعت ورکړي دا چې ښخې هم کولی شي په مهمو دولتي اداراتو کې کار وکړي.

بهبودزاده زیاتوي:«په لومړۍ ورځ یو شمېر قومي مشرانو په انجیل ولسوالۍ کې زما له کار سره د ښاروالې په توګه مخالفت درلود. دوی نه غوښتل چې یوه ښځه دلته کار وکړي، او ویل یې چې موږ نه غواړو چې یوه ښځه راشي او ولسوالۍ کې کار وکړي؛ خو ورسره کیناستم او مخامخ مې ورسره خبرې وکړې، او دوی هم قانع شول چې ښځې هم کولی شي او وړتیا لري چې کار وکړي.»

مېرمن بهبود زاده وايي په روان کال کې د انجیل ولسوالۍ د ښاروالۍ عواید زیات شوي او په نوموړې ولسوالۍ کې یې د څو پروژو د کارونو لپاره بودیجه اخیستې ده. هغه زیاتوي د کارونو په وړاندې یې هیڅ ډول محدودیت خنډ نشي کیدی:« یو شمېر د دیني عالم په نوم له قرآن نه ناوړه ګټه اخلي، هغه څه چې خدای خپلو بنده ګانو ته ویلي د هغې مخه نیسي، موږ به له هغوی سره مبارزه وکړو.»

د ښځو د حقونو یو شمیر فعالینې په حکومتي ادارو کې د ښځو د پراخې ونډې غوښتنه کوي او وايي په تیرو دوو لسیزو کې ښځې توانمنې شوې او په حکومتي ادارو کې د مدیریت ښه وړتیا لري.

د ښځو د حقونو فعاله، مریم جامي احمدي څرګندوي:« ښځې کولی شي چې په حکومتي مهمو ادارو کې د رییسې، مدیرې .. په توګه کار وکړي.»

اخوا د هرات سیمه ایز چارواکي وايي لوړو حکومتي چوکیو ته د ښځو له رسیدو ملاتړ کوي.

د هرات والي، عبدالقیوم رحیمي وايي:« هرات پیاوړې ښځې لري او زموږ هڅه دا ده چې د ښځو ونډه حکومت کې زیاته شي او هم په مهمو پستونو کې پرېکړې وکړي.»

مېرمن بهبود زاده د هرات د تر ټولو لویې ولسوالۍ د ښاروالې په توګه کار کوي او په ډیری کلیو کې د ښاروالۍ له کارونو په خپله څارنه کوي.

مېرمن بهبود زاده د هرات د تر ټولو لویې ولسوالۍ د ښاروالې په توګه کار کوي او په ډيری کلیو کې د ښاروالۍ له کارونو په خپله څارنه کوي.

شریک یي کړئ