هلمند ولایت کې د موټر اوښتو پېښې له کبله ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او شپږ نور ټپیان شول.
پېښه نن سها رکابو اووه بجې (یکشنبې د غبرګولي په ۱۹مه نېټه) د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې شوې ده.
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر وايي په وژل شویو کې ۴ ماشومان هم شامل دي.
د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې پېښه هغه مهال شوې چې په موټر کې ناسته سورلۍ له واده نه د رستنېدو په حال کې وه.
په ټپیانو کې هم یو ماشوم او څلور ښځې شاملې دې.