د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک نن(سېشنبې د کب۸مه) وايي چې ۲ تنه ملکي کسانو د طالب وسلهوالو د برید په پایله کې وژل شوي دي.
ښاغلی ځواک وايي چې یادو کسانو هغه مهال ژوند له لاسه ورکړی چې طالب وسلهوالو له افغان امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه.
په دې نښته کې دوه تنه نور ملکیان او دوه تنه افغان سرتېري هم ټپيان شوي دي.
دغه پېښه تېره شپه د هلمند ګرشک ولسوالۍ په بابا ولي سیمه کې شوې ده.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.