د امریکا ملي دفاع وزارت وايي د هغه سرتېري پېژاند یې خپور کړی چې د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې ووژل شو.
د امریکا دفاع وزارت، همدارنګه زیاتوي چې دغه سرتېری جېمز سلېپ نومېږي او ۲۳ کلن وه. د امریکې د دفاع وزارت په وینا، جېمز سلېپ د شمالي کارولینا د موهیېډ ښار اوسېدونکی وه.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې، په افغانستان کې پرېکنده ملاتړ ماموریت، کهڅه هم د دغه امریکايي سرتېري د وژل کېدو پخلی کړی وه، خو د هغه د هویت په اړه یې څه نه وو ویلي.