د هند پولیسو څلور افغانان د اندراګاندي په هوايي ډګر کې د نشهيي توکو د قاچاق په تور ونیول.
هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې دغو کسانو د هیرویینو ۱۲۲ کپسول تېر کړي وو او د اندراګاندي هوايي ډګر کې د څېړنې پر مهال ونیول شول.
د هند پولیس د دغو کسانو نومونه عبدالحق نورزی، محمد نعیم نورزی، محمد اسماعیل نورزی او محمد نسیم نورزی ښيي.
ویل کېږي چې د دغو نشهیي توکو ارزښت درې کروړه هندي روپۍ چې معادل یې ۴۲۰ زره ډالره کېږي.