د بشري حقونو د څار بنسټ د دې پخلی کوي چې په میدان وردګو کې په یوه روغتیايي مرکز د دولتي ځواکونو د بریدونو په پایله کې څلور ولسي وګړي وژل شوي دي.
د دغه بنسټ په اعلامیه کې چې نن (جمعه د چنګاښ په ۲۱مه) رسنیو ته استولې، ویل شوي چې دغه برید د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۷مه) ترسره شوی دی.
د بشري حقونو د څاربنسټ له افغان حکومته غوښتي چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي او د هغه عاملانو ته دې سزا ورکړي.
د دغه بنسټ په وینا، د میدان وردګو ولایت په دایمرداد سیمه کې دغه روغتیايي مرکز ته ننوتلي او دا ملکیان یې له نیولو وروسته وژلي - هغه کړنه چې دا بنسټ یې «جنګي جنایت» ګڼي.