Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وریماچ:شونې ده چې ټاکنې په راتلونکي کال کې ترسره نه‎شي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ملی شورا او ولسوالیو  شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو د وخت اعلان د دغه بهیر په برېښنایي کېدو او د ټاکنو د لګښت په برابرولو پوري اوړند بولي.

که څه هم چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکي کال منی د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره احتمالي مهال په نظر کې نیولی، خود د دغه کمېسیون د دارالانشا رییس ټینګار کوي چې د ټاکنو د برېښنایي کېدل د دغه بهیر د مالي لګښت د برابرولو په اړه د سلامشورې اوږدېدل به د دې لامل شي چې په راتلونکي کال کې ټاکني ترسره نه شي.

د حکومت مشران او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي له یوې میاشتې راهیسې، د مرسته کوونکو ادارو له استازو سره د ټاکنو د بهیر د برېښنايي کېدو او د ټاکنو د لګښت د ورکړې په اړه خبرې اترې کوي، خو تر اوسه نړیوالې ټولنې د ملي شورا او د ولسوالیو د شورا ګانو د ټاکنو د لګښت لپاره شین څراغ نه دی ښودل.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس امام محمد وریماچ وویل:«د نومبر میاشت د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره یو وخت په پام کې نیول شوی دی،خو که‎چېرې د ټاکنو د برېښنايي کېدو لپاره خبرې اترې اوږدې شي،دغه مسئله کولای شی یوه ننګونه وي او موږ نه شو کولای په دغه مهال کې ټاکنې ترسره کړو.»

په دې لړ کې داسې ویل کېږي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه نه دی توانېدلی چې په دې کمېسیون د خلکو او نړیوالې ټولنې له لاسه تللی اعتماد بېرته ترلاسه کړي.

د اکسین شبکې غړی حبیب الرحمان ننګ څرګنده کړه:«دا د ټاکنو خپلواک کمېسیون پورې اړه لري چې نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ته ډاډ ورکړي چې هغوی کولای شي راتلونکې ټاکنې مدیریت کړي او هغه په رڼه توګه ترسره کړي.»

د ولسي جرګې غړي فاروق مجروح وویل:«که‎چېرې افغان وتوانېږي چې د نړیوالې ټولنې اعتماد بېرته ترلاسه کړي،هغوی حاضر دي ترڅو له دغه بهیر سره مرسته وکړي او هغوی له ټاکنو سره مستې ته لېواله دي.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس د ننګرهار د ټاکنو د کمېسیون د رییس په توګه د ذبیح الله وګړي د بیا ګمارلو د نیوکې په غبرګون کې داسې وویل.

ښاغلي وریماچ زیاته کړه:«ښاغلی ذبیح‎الله د هغو ستونزو له امله چې لرل یې،تبدیل شوی او کمېسیون د اصلاحاتو اراده لري،ډېر ژر د دغه کمېسیون ټول کارکوونکي ارزول کېږي او د کړنو په پام کې نیول سره،د هغوی په اړه پرېکړه کېږي.»

تر دې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي وو چې نړیوالې ټولنې او د افغانستان حکومت د ټاکنو له ترسره کېدو سره خپلې مرستې مشروطې کړي دي.

شریک یي کړئ