Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر:سولې ته د رسېدو لپاره باید ملي خبري اتري رامنځته شي

ولسمشر غني د جمعې په ورځ (د زمري په ۵ مه) بادغیس ولایت ته د سفر په دویمه ورځ یې، په هېواد کې د سولې راوستو په اړه له ډېر اعتماد سره ډاډ ورکوي.

هغه د دولت مخالفو وسله‎والو ته وايي غوټه چې په لاس خلاصېږي ولې یې باید په بریدونو او چاودنو خلاصه کړو.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه وویل:«د سولې نعمت مو له ۴۰ کلونو وروسته په اوربند کې ولید؛ اوربند مو ولید چې ټولو افغانانو یو بل منل اوربند یوه تجربه وه په هغه کې ګواښونه هم وو خو هغه ثابته کړه چې دغه ستر ملت د خدای تر ارادې لاندې یو ستر ملت دی.»

ولسمشر غني د پنجشنبې پر ګهیځ بادغیس ولایت ته ولاړ او په دغه ولایت کې یې د وارداتي برېښنا یوه پروژه ګټې اخیستو ته وسپارله.

ښاغلي غني د خپل سفر په دویمه ورځ، د بادغیس ولایت له امنیتي، چارواکو، اوسېدونکو، د پوهنتون له استادانو او له مدني فعالانو سره ولیدل.

په امنیتي ادارو کې اصلاحات او د دې بهیر پر دوام ټینګار په بادغیس کې د ولسمشر د وینا بله برخه وه.

افغان ولسمشر څرګنده کړه:«نن برید جنرال، تورن جنرال او له هغه لوړ، ټول یوازې د کفایت پر نبسټ ترسره کېږي د افغانستان ټول خلک په کې شامل دي. څوک دې ته اړتیا نه لري چې ۱۲ کاله په یوه پست کې پاتې شي او بل څوک چې واسطه لري د برېښنا په څېر حرکت وکړي.»

دا دوهم ځل دی چې ولسمشر بادغیس ته چې د هېواد یو محروم ولایت بلل کېږي سفر کوي، د پراختیايي پروګرامونو عملي کېدل له حکومته د دې ولایت د اوسېدونکو مهمه غوښتنه ده.

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک وویل:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې پر مرغاب سیند د اوبو بند جوړولو ته پاملرنه وکړي که‎چېرې د مرغاب سیند اوبه بندې شي له شک په دغه ولایت کې پرته د برېښنا په تولید او د بزګرۍ پر ودې به اغېزه وکړي.»

محمداشرف غني وايي ولسمشرۍ ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي او څوک باید په دې اړه شک ونه‎لري.

شریک یي کړئ