Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرغني پکتیا کې پر جومات د برید ټپیانو سره ولیدل

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره وې خبرپاڼه کې (یک‎شنبې د زمري۱۴مه) راغلي دی چې ولسمشر غني تېر ماښام د محمدداوود خان روغتون کې په ګردېز ښار کې پر خواجه حسن جامع جومات د تروریستي برید د ټپیانو، پوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې د ټپیانو د پوښتنې پر مهال د یاد روغتون مسوؤلینو د بستري ټپیانو د روغتیايي وضعیت  او د درملنې د څرنګوالي په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

ولسمشرغني ټپیانو ته روغتیا هیلې څرګندولو سره ویلي دي:«ما د ګردېز له مشرانو او د شهیدانو له ورثې سره ټلیفونې خبرې کړي او د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ مې هغوی ته ډاډ ورکړ چې حکومت به ډېر ژر د خواجه حسن جومات د بیارغاونې په برخه کې اقدام وکړي.»

د جمعې پر ورځ(د زمري۱۲مه) د پکیتا ولایت په مرکز ګردیز ښار په خواجه حسن سیمه کې د صاحب الزمان پر جومات دوه ځانمرګو بریدګرو برید کړی چې په پایله کې یې دېرشو لمونځ کوونکو ژوند له لاسه ورکړی او کابو ۸۱ تنه نور ټپيان دي چې کورنیو چارو وزارت د ۲۰ ټپیانو حالت د اندېښنې وړ بللی وه. 
 
د پکیتا مرکز ګردیز ښار په خواجه حسن سیمه کې د صاحب الزمان پر جومات دوه ځانمرګو بریدګرو برید وکړ چې په پایله کې یې دېرشو لمونځ کوونکو ژوند له لاسه ورکړی او کابو ۸۱ تنه نور ټپيان شول

شریک یي کړئ