Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو د پسرلني عملیاتو د پیل اعلان په کلکه وغنده

ولسمشرۍ ماڼۍ نن شنبې (د وري په ۲۴مه) په یوې خبرپاڼه کې د طالبانو هغه اعلامیه چې د پسرلني عملیاتو پیل یې په کې اعلان کړی په کلکه وغنده او هغه په افغانستان کې د دغې ډلې د نامشروع جګړې پر دوام ټینګار وباله.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو پسرلني عملیات په داسې حال کې اعلانېږي چې د افغان حکومت له نوښت او ټینګار سره په افغانستان کې د تحمیلي جګړې د پای لپاره په شدت سره هڅې روانې دي. او دې ډلې د امریکا له مرکچي پلاوي سره په مستقیمه توګه مذاکره پيل کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د اسلام نړۍ په څرګنده ویلي چې د افغانتان جګړه هېڅ ډول مشروعیت نه‎لري او د هغه د دوام لپاره هېڅ ډول شرعي توجیه نشته.

خبرپاڼې همدارنګه د طالبانو هغه ادعا چې د حکومت د جګړې د اعلان په ځواب کې خپل پسرلني  عملیات اعلان کړي، ردوي او ویلي یې دي چې د جګړې دوام د هېچا په ګټه نه ده.

په خپرپاڼه کې راغلي دي:«د طالبانو هغه ادعا چې د جګړې دا اعلان د افغان حکومت د جګړې د اعلان په ځواب کې شوی، ناسم دی. افغان حکومت نه یوازې دا چې د جنګي عملیاتو د پيل په اړه اعلان نه دی کړئ، بلکې ټول هغه خنډونه چې د سولې په وړاندې شتون لري له منځه وړي، د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی.»

افغان حکومت همدارنګه له طالب مشرانو او غړو چې د طالبانو د جګړې له اعلان سره مخالف دي غوښتي، څو د خپلو خلکو ترڅنګ ودرېږي او د دغې کړنې پر ضد خپل غږ پورته کړي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه امنیتي ځواکونو ته حکم شوی څو له خپلو خلکو او مورچلو په کلکه دفاع وکړي.

افغان حکومت یوځل بیا له طالب مشرانو غواړي څو د جګړې له دوامه لاس په سر شي او د سولې مذاکرې ته د افغانستان دولت او خلکو بلنې ته لبیک ووايي.

له دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم د طالبانو د پسرلني عملیاتو د پیل اعلان غندلی او هغه یې یوه بې پروايي بلل ده.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«د طالبانو د پسرلني علمیاتو د پیل اعلان یو بې پروانه کړنه ده. دا غیرمسوولانه ده چې څرګنده یې کړه چې د تاوتریخوالی زیاتوالی ضروري دی ځکه چې دولت امنیتي طرحه اعلان کړه. د افغانستان خلکو په څرګنده د سولې لپاره خپل اواز اوچت کړ.»

شریک یي کړئ