له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر اشرف غني شنبې ماښام( د وري۱۲مه) د آسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور پر لور د یوه رسمي سفر په ترڅ کې روان شو.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې سفر کې به ولسمشر غني د یادو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې ولري او ورسره به د افغانستان او دې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا په اړه خبرې اترې ولري.
په دې سفر کې د اقتصاد وزیر، عبدالستار مرادد کانونو وزارت نومانده، نرګس نهان، د اوبو او برېښنا وزارت مرستیال، امان الله غالب، د عامه اړیکو او په برخه کې د ولسمشر سلاکار، شاه زمان میوندي او د ولسمشر لوی سلاکار، عبدالحمید هلمندی د ولسمشر ملتیا کوي.
په همدې حال کې د ولسمشر د ویاند مرستیال، شاهحسین مرتضوي ویلي دی چې د ولسمشر دې سفر کې به تر ډېره پر کرنیزو موضوعاتو خبرې وکړي.