Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: د سولې کلۍ په افغانستان کې ده

ولسمشر غني کابل کې د ځوانانو ملي ناستې په ترڅ کې وايي د سولې کلۍ په افغانستان کې ده ځکه چې افغان حکومت د سولې لپاره تګلاره لري.

مخکې له دې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي وو چې د سولې کلي د افغانانو په لاس کې ده، د نوموړي دا خبرې د یو شمېر سیاستوالو له غبرګون سره مخامخ شوې او ویل یې چې د د سولې کلۍ په کابل کې نه په پاکستان کې ده.

ښاغلي چهارشنبې(د سلواغې په ۱۰مه یاده ناسته کې وویل:«د سولې کلۍ په افغانستان کې ده، ځکه چې ورته طرحه، د لارې نقشه لرو، خو د جګړې کلۍ په اسلام اباد، کوټې او راولپنډۍ کې ده.»

ښاغلي غني همداراز وویل چې نړیوالې تجربې څرګنده  کړې دا چې د سولې پنځوس سلنه تړونونو جګړه زیاته کړې ده او لامل یې هم په سوله کې بېړه ده.

نوموړي څرګنده کړه چې د سولې دوامداره موخه د خلکو لخوا تایید شي او سوله باید په رڼا ورځ د خلکو د ملت له ارادې سره ترسره شي.

 په همدې حال کې یو شمېر امریکايي چارواکي ويلي دي چې ام ریکا له طالبانو سره د سولې هوکړې سره د افغان حکومت مشروعیت له پوښتنې سره مخامخ کوي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل:«که حکومت مشروعیت نلري، نو طالبانو خپل مشروعیت له کومه کړی، په داسې حال کې چې د مکې او اندونیزیا علماو وویل چې انتحار او د ملکي کسانو وژنه مشروعیت نلري، نو د طالبانو د مشروعیت سرچینه کومه ده.»

ده زیاته کړه چې له طالبانو سره د حکومت خبرې پرته له قید او شرطه دي، خو د نوموړي په وینا چې د حکومت سوله شرایط لري.

ښاغلي غني وویل چې طالبان باید د افغانستان د خلکو ارادې ته درناوی وکړي او زیاته یې کړه چې دی، د افغانستان د خلکو د عزت ساتونکی دی.

په همدې حال کې ولسمشر غني د راتلونکو ټاکنو په اړه وویل چې ټاکنیزو کمېسیونونو خپل باور له لاسه ورکړی او پراخ اصلاحات به رامنځته شي او قوانین به تعدیل شي.

ولسمشر زیاته کړه چې غواړي د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې په رڼه توګه له ترسره کېدو دوه ورځې ورسته له خلکو سره شریکې شي.

ولسمشر غني وايي سوله راتلونکې ده او طالبانو باید د خلکو ارادې ته درناوی وکړي. ولسمشر غني همداراز د راتلونکو ټاکنو په اړه وویل چې په کمېسیونونو کې به اصلاحات رامنځته شي

شریک یي کړئ