Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني له زلمي خلیلزاد سره ولیدل

ولسمشر غني نن (چهارشنبې د وري په ۱۴مه نېټه) له غرمې مخکې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، ‌‌‌‌‌‌ډاکتر  زلمي خلیلزاد سره لیدلي.

له ولسمشرۍ مانۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي په دې ناسته کې د دواړو لورو د افغانستان د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې ناسته کې د هېواد یو شمېر سیاسي او جهادي څېرو هم ګډون درلود.  

خبرپانه وايي چې په ناسته کې د سولې روان بهیر په اړه بشپړه خبرې شوې او پر راتلونکو اقداماتو یې غور شوی دی.

د خبرپاڼې په پای کې راغلي دي:« په پام کې ده چې دغه ناستې به په راتلونکو ورځو کې دوام ولري.»

د افغان سولې بهیر لپاره د  امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد له طالبانو سره د سولې خبرو اترو څرنګوالي په تړاو دوشنبې کابل ته راغی.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي وو چې تر اوسه یې له یو شمېر افغان چارواکو او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس، عمرداوودزي سره لیدنه کړې ده.

هغه وړاندي لیکلي وو چې له افغان چارواکو سره یې د خبرو موضوع د سولې بین الافغاني خبرو ته اړتیا وه.

زلمی خلیلزاد له طالبانو سره په قطر کې له خپلې پنځمې لیدنې ۲۲ ورځې وروسته کابل ته راځي.د دواړو لورو وروستۍ لیدنې ۱۶ ورځې دوام وکړ او د کب میاشتې په ۲۱ مه نېټه پای ته ورسېده.

ولسمشر غني له زلمي خلیلزاد سره ولیدل

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لورو د سولې روان بهیر په اړه خبرې کړې او پر راتلونکو اقداماتو یې غور شوی دی

شریک یي کړئ