ټاکنو کمیسیون وايي د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تیار کړل شوی مهالوېش به راتلونکې اوونۍ اعلام کړي.
د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د مهالوېش مصوبه تیاره شوې، چې له څارونکو، سیاسي ګوندونو او شکایتونو کمیسیون سره له شریکېدو وروسته به يې خپره کړي.
هاشمي وویل، یادو بنسټونو ته به د روانې اوونۍ تر پایه مهالوېش د بحث لپاره وړاندې شي او راتلونکې اوونۍ به اعلام شي.
هغه وايي: «د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش تیار شوی دی، د دې اوونۍ تر پایه به له سیاسي ګوندونو، شکایتونو کیمسیون او څارونکو بنسټونوس ره شریک شي او راتلونکې اوونۍ کې به اعلام شي.»
په ورته وخت کې د ځينو ګوندونو تر منځ د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندۍ په اړه هم بحثونه روان دي.
په داسې حال کې چې لس ورځې وروسته د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوملیکنه پیلېږي، جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي او جنبش اسلامي د یو نوماند په اړه سره غږېږي.
دوی وايي پر هغه پروګرام کار کوي، چې د دوی له لوري ټاکل شوی نوماند يې د نوماندۍ او د ممکنه بریا په صورت کې باید تطبیق کړي.
سیاسي ګوندونه دا هم وايي، که د ولسي جرګې ټاکنو پایلې دوی ته د منلو نه وې، نو د ولسمشریزو ټاکنو د مدیریت په اړه به د ټاکنو کمیسیون اړوند خپل تصمیم په ډاګه کړي.
د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی، نور الرحمن اخلاقي وايي: «د کمیسیونونو وروستۍ پایلې او هغه اعتراضونه چې په دې برخه کې شته، ایا هغوی کولی شي چې یوه اغېزمنه پایله له بایومټریکه پرته ورکړي کنه، وروسته بیا ائتلاف خپل تصمیم نیسي، چې دا ټيم د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو ظرفیت لري، یا په ولسي جرګې ټاکنو کې لازمه رښتینولې ښوودلې، چې دا دنده ور وسپارل شي کنه؟»
د حزب اسلامي مشر عبدالهادي ارغندیوال وايي، باید هڅه وشي داسې څوک نوماند کړل شي چې د ملت لپاره کار وکړای شي.
هغه وویل: «لومړی به ټاکنیز ټیم جوړ کړو، وروسته به سره کېنو، هغه غوره [کس] چې فکر کوو ملیت او خلک له دې حالت خلاصولی شي او د خلکو او د باور وړ ګرځي، ټاکو.»
که څه هم ځينې سرچینې د ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله عبدالله او حنیفت اتمر تر څنګ د عمر داودزي نوم هم راتلونکو نوماندانو کې یادوي، خو د حراست او ثبات شورا وايي دوی تر اوسه د مشخص نوماند په اړه هوډ نه دی کړی.
د دي شورا غړی جمال الدین بدر وايي: «ځينې کسان هیله لري چې نوماندان شي، تر اوسه وروستۍ پرېکړه نهده شوې، د شورا له لارې ټاکنو ته نه دي نوماند شوي.»
ټاکنو کمیسیون ویلي و، ولسمشریزې ټاکنې به د راتلونکي لمریز کال د لومړۍ میاشتې په وروستۍ ورځ ترسره شي.