د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د دغه هېواد لوړپوړو امنیتي چارواکو تېره ورځ (جمعه د کب په ۲۴ مه) د افغانستان په اړه سري امنیتي غونډه ترسره کړه.
امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی چې دا جلسه د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون کې شوې ده.
د دغه رپوټ پر بنسټ، په دغې سري غونډه کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د هغه مرستیال مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، د ملي پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ، د امریکا د استخباراتو رییس جیناهسپل او همدارنګه د ملي امنیت سلاکار جان بولټون ګډون کړی وو.
کهڅه هم تراوسه د دغې سري امنیتي غونډې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي شوي، خو یو امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشیټډپرس خبري اژانس ته ویلي چې دغه سري جلسه، قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په تړاو وه.
دا په داسې حال کې ده چې پنټاګون له افغانستانه د خپلو ۱۴ زره پوځيانو له ډلې د هغوی د نیمو د بهر کېدو پر پلان کار کوي.
د امریکا دفاع وزارت سرپرست پاټریک شاناهان ویلي چې هغه د امریکايي ځواکونو د کمولو لپاره هېڅ حکم په واک کې نهلري، خو چارواکي وايي چې د سولې په خبرو اترو کې د طالبانو په غوښتنلیک کې دا مسله ځای پر ځای شوې ده.
بلخوا د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې طالبانو منلې څو سولې ته د رسېدو لپاره، دواړه خواوې پر څلورو مهمو موضوعګانو یعنې له ترهګرۍ سره د مبارزې ډاډمنیا، د امریکايي ځواکونو وتل، د افغانانو ترمنځ خبرې او په هر اړخیزه توګه اوربند ته رسېدنه وکړي.
دا وزارت وايي چې د دوحې په خبرو اترو کې، د دوه لومړنیو موضوعګانو د متن د هوکړې په هکله پرمختګ شوی خو د سولې د طرحې د وروستي کېدو لپاره، باید ډېر کارونه ترسره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې د دغه هوکړهلیک له وروستي کېدو وروسته، د طالبانو او د حکومت په ګډون د ټول شموله افغاني پلاوي ترمنځ به خبرې اترې پیل شي.
واشنګټن ټینګار کوي چې څلورو واړو مهمو موضوعاګانو پر سر هوکړې ته تر رسېدو مخکې په ځانګړې توګه د هېڅ بلې موضوع په اړه هوکړه به ونه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال رابرټ پالاډینو ویلي:«د خبرو اترو په دې پړاو کې، موږ توانېدلي یوو چې، د دوه لومړنیو اصلونو په اړه یعنې له ترهګرۍ سره د مبارزې تضمینونه، او د سرتېرو پر وتلو، متن کې د پرمختګ په حال کې یوو. او کله چې د هوکړې دا متن وروستی شي، طالبانو او د افغانانو ټول شموله مرکچي پلاوی چې افغان حکومت او نور افغانان په کې شامل دي د یوې سیاسي حل لارې او همدارنګه د اوربند لپاره بین الافغاني خبرې اترې پیل کړي.»
ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد واشنګټن ته تر سنېدو وروسته د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپيو سره سلامشورې او د افغان سولې بهیر کې د همکارو هېوادونو د ادارو ترمنځ غونډې ولري.