د ولسي جرګې ځینې غړي د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دغې جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي یې له خپل واک څخه په ناوړه استفادې تورن کړ او هغه ته یې د «غله» او «بې شرمه» خطاب وکړ.
خبره له دې پیل شوه چې د ولسي جرګې مشر دوې اوونۍ وړاندې د جرګې له ځینو غړو سره یوځای د یوې غونډې لپاره پاکستان ته تللی وه.خو هغه څه چې اوس ځينې استازي وايي، چې د ولسي جرګې مشر په خپلو بهرنیو سفرونو کې د خپلو همکارانو په ګمارنه کې له سلیقې کار اخلي.
په ولسي جرګه کې د کنړ د خلکو استازی صالحمحمد صالح په دې اړه وویل:«پاکستان ته په سفر کې د کنړ او یا هم د هلمند کوم استازی به دې له ځان سره بیولی وه؛ تاسې شرم نهلرئ! دا چې له تاسو پوښتنه کوم هغه پیسې دې چې غلا کړې وئ(د ولسي جرګې په ملي بودیجه کې د ۵ مېلیونو افغانیو اختلاس) و دې سپارلې که نه؟»
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي وایي چې کوم غیرقانوني کار یې نه دی کړی او د کارونو په اړه یې هېوادوال ښه پرېکړه کولای شي.
ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:«ما نه غلا کړې او نه هم اختلاس، او نه هم خاین یم؛ د افغانستان ټول خلک دې زما په اړه پرېکړه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې دویم مرستیال وايي چې عبدالرووف ابراهیمي، تراوسه څه باندې پنځه مېلیونه پیسې چې تالاترغۍ کړي دي بېرته نه دي ورکړي.
تر دې وړاندې د ولسي جرګې مشر او جرګې د د دارالانشاء مشر باندې د فساد تور ولګاوه چې د ارزونې وروسته بیا د ولسي جرګې د دارلانشاء مشر د ځواب ویلو لپاره لویې څارنوالۍ ته معرفي شو او د جرګې مشر هم ژمنه کړې وه چې څه باندې ۵ میلیون افغانۍ پرې کړي، خو تر اوسه دا دوه موضوع ګانې تعقیب نه شوې.